Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، اسعداباد ولایتي روغتون کې یې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو، تریخي او مثانې عملیاتو خدمات پیل کړي دي.
د فراه په ولايتي روغتون کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د نسايي ولادي څانګې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه شوه.
د ميدانوردګو عامې روغتیا ریاست وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي دي.
چاریکار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر خلک د پروان ولایتي روغتون له خدمتونو او د ډاکټرانو له چلند څخه شکایت لري؛ خو مسوولین وايي،
د اروزګان په ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د ډيجیټل ایکسرې څانګه فعاله شوه چې د ډاکټرانو په وینا، د ناروغیو په تشخیص کې به له دوی سره مرسته وکړي.
د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایتي روغتون د بسترونو شمېر له ۷۰ څخه ۱۵۰ ته لوړ شوی چې د چارو د عملي تطبیق لپاره یې ۴۷ نوي مسلکي کارکوونکي جذب کړي، څو د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې دندې مخ ته یوسي.
د غور د عامې روغتیا ریاست د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې لپاره د ځانګړې څانګې جوړېدو خبر ورکوي.
د بامیان اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښت او د روغتیايي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي، له مسوولینو غواړي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په غور ولایت کې یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي په داسې حال کې په ولایتي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي چې مسوولین د دې ستونزې د منلو ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي څو په دغه روغتون کې ډېرې ښځينه متخصصینې وګومارل شي.
د فراه ولایتي روغتون مسوولین وايي، د ماشومانو څانګه یې متخصص ډاکټر نه لري او ډېر وخت ناروغان کندهار یا هرات ولایتونو ته لېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن