Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اسلامي امارت د رییسالوزراء د حکم له مخې، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هراړخیز ښهوالي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په متحده عربي اماراتو کې یې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله.
پولیسو د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه تنه په دې تور نیولي چې له خلکو یې څه باندې ۸۰۰ زره افغانۍ په دې پلمه ټولې کړې چې د قوشتېپې کانال پر غاړه ورته ځمکې وېشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د سړې هوا او د هېوادوالو د ګڼېګونې له امله په کاغذي غوښتنليکونو د پاسپورټ د وېش پروسه بېرته بنده شوه.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ولایت کې بشري مرستې په غیرعادلانه ډول وېشل کېږي، خو مسوولین وايي چې تر اوسه یې په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی او د سرغړوونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش لړۍ له ټکنيوالي شکایت لري، خو مسوولین وايي چې دا ستونزه به ژر حل شي.
د افغانستان د پاسپورټ لوی ریاست د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا درېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه ردوي او وایي چې د پاسپورټونو وېش په عادي ډول روان دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په متحده عربي امارتو کې د مېشتو افغانانو د اړتیاوو حل په موخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په هلوځلو مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.
د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د انلاین فورمونو ترڅنګ په افلاین ډول هم د پاسپورتونو د فورمونو د وېشل بهیر پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له یوه قراردادي شرکت سره یې کابل ته ډبرو سکرو د پلور او انتقال هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې د ښار په ځانګړو شوو سیمو کې یو ټن د ډبرو سکاره په نهه زره افغاني وپلورل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن