Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په الاسکا کې د اوکراين جګړې ته د حل موندلو په موخه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ سرمشریزه پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلې خو ټرمپ دا ناسته ګټوره بللې او ویلي یې دي چې له پوتین سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو تازه اجرايي فرمانونو په لاسلیکولو له لسګونو هېوادونو پر وارداتو له ۱۰ تر
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» یوه پیغام کې ایران او اسرائیل ته په خطاب کې لیکلي: «اوربند اوس پیل شوی دی؛ لطفاً هغه مه نقضوئ.»
کرملین د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ او پوتین له ټیلېفوني اړیکې خبر ورکړی؛ پوتین پر ایران د اسرائیل بریدونه غندلي او ټرمپ له تهران سره د مذاکراتو د بېرته پیلېدو لپاره د امریکا د چمتووالي خبره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسانجلس ښار کې د «غیرقانوني» کډوالو د نیولو له امله د رامنځته شوو شخړو او نښتو د کنټرول لپاره دغه ښار ته د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتېرو د استولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د دغه هېواد د موثریت څانګې له مخکیني مشر او میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکه پای ته رسېدلې دي.
ډونالډ ټرمپ، امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه او د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا بیا هلته د مېشتو افغانانو د قانوني مېشتېدو غوښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي ټولنې پر وارداتو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو پرېکړه د راتلونکې جولای میاشتې تر نهمې نېټې پورې ځنډولې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې ناسته کې په انلاین ډول ګډون کړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر اعلان کړی چې پر سوریه یې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي دي؛ هغه پرېکړه چې د سوریې د خلکو له لوري یې هرکلی شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې نن سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.
سياېناېن راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میلیاردر سلاکار ایلان ماسک پر ضد په ټوله امریکا کې پراخ لاریونونه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP