کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» یوه پیغام کې ایران او اسرائیل ته په خطاب کې لیکلي: «اوربند اوس پیل شوی دی؛ لطفاً هغه مه نقضوئ.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه اعلان وکړ چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند به د نن سهار تر شپږو بجو پیل شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په دې اړه کومه هوکړه نه ده شوې او ایران به د اسرائیل له لوري د سهار تر ۴ بجو د بریدونو درولو په صورت کې، ځوابي برید نه کوي.
د راپورونو له مخې، د ایران پر تهران او ځینو نورو سیمو د اسرائیل او دغه راز پر اسرائیل د ایران بریدونو نن (سهشنبې) د سهار تر څلورو بجو دوام درلود.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «بریدونو تر وروستۍ شېبې، یعنې د سهار تر څلورو بجو دوام درلود.»
د بيبيسي د نن ورځې د راپور پر بنسټ، اسرائیلي چارواکو ویلي وو چې له ایرانه د دغه هېواد پر لور شپږ توغندي توغول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP