سرچینه: ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو ۱۳ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده
یوه حکومتي سرچینه وایي چې تېره شپه د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې پر مهال د پاکستاني لوري ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.


