اسلامي امارت وایي، پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۱۱۰ ملکي کسان شهیدان شوي، ۱۲۳ ټپیان دي، ۸۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې او عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي.