میدان وردګو کې د ۱۸ ميلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې
د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د سویډن کمېتې له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې او د ۶۷۵ متره استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې شوې.


