Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت د کوهستان په لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۹۸ پروژو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اقتصاد وزارت مسوولین وایي، په تېر کال کې په ټول هېواد کې د یو میلیارد او ۶۴۷ میلیونه ډالرو په لګښت د ۳۵۷۳ پروژو چارې پيل شوې چې ۲۲۳۳ یې بشپړې او ۱۳۴۰ تر کار لاندې دي.
د ننګرهار د کليو پراختيا او بیارغونې رياست د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د اووه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوې پروژې چارې پيل کړې.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوومې ناحيې مربوطاتو کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د ښاروالۍ له لوري د څه باندې لس میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د څو ټولګټو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ځایي اوسېدونکو د ستونزو هوارېدو ترڅنګ ۱۰ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د يو استنادي دېوال جوړېدو کارونه پيل شول.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ۷ میلیون افغانیو په لګښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځایي مسوولین وایي، په میدان وردګو، پنجشېر او غور ولایتونو کې د بیارغونې ځینې پروژې بشپړې شوې.
د کندهار ځّایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اتو ناحیو کې د کوڅو، ویالو او پلچکونو جوړولو یوې پروژې کار پیل شو.
په غزني کې د ولاړو اوبو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو کارونه جریان لري چې ۵۰ سلنه مخې ته تللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP