Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټولمنلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړي او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي، ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان د دولت او خصوصي سکټور یو لوړپوړی ګډ پلاوی کابل ته راغلی دی.
د مالیزیا هېواد یو پلاوی چې بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی، د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یې ویلي، دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل لپاره هڅه وکړي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته رسېدلی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس په مشرۍ یو پلاوی د حیواني روغتیا برخه کې په نړۍوال علمي او ساینسي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
مرکزي بانک وايي چې د دغه بانک د سرپرست هدایتالله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته ولاړ.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی افغان پلاوی ایران ته روان شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.
. . .
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته به له ایراني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا او د دوو اړخیزو رېلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظمجان خالمرادوف په مشرۍ کابل ته د دغه هېواد د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي له را رسېدو خبر ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن