کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان د دولت او خصوصي سکټور یو لوړپوړی ګډ پلاوی کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د قزاقستان د دولت او خصوصي سکټور ګډ پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر ژومانګارین په مشرۍ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د افغان – قزاق نندارتون جوړولو او د سوداګرۍ د وصل کنفرانس جوړولو په موخه کابل ته راغلی دی.
سرچینه کاږي، ټاکل شوې د قزاقستان پلاوی د افغانستان – قزاقستان – ترکمنستان په درې اړخیزه ناسته کې چې د ترانزیټ، سوداګرۍ او ګډې پانګونې برخو کې د اسانتیا او پراختیا په موخه جوړېږي، هم ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ کابل ته د ترکمنستان د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر خبر هم ورکړی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن