بدخشان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېدو له امله د دې ولسوالۍ له مرکز سره د ۱۲ کلیو لارې په بشپړ ډول تړل شوې او سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.