Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د ۴۲ ښوونځيو او ۴ مدرسو جوړېدو لپاره خپلې شخصي ځمکې وقف کړې دي.
عدلیې وزارت وایي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیله تر دې مهاله د هېواد په کچه څه باندې ۲،۵ میلیون جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې او د ځمکو په بانک کې ثبت شوې ده.
سمنګان کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز ایبک په سنجیتک خوستي سیمه کې له دوو ورځو راهیسې ځمکه د کېناستو په حال کې ده چې له امله یې د سیمې لسګونو اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دېرش کلنه شخړه په سولهییزه توګه هواره شوه.
له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ورکولو کمېټې مسوولين وايي، د هېواد یو شمېر ولايتونو کې هغو راستنو شوو ته ۲۰۰ زره نومرې ځانګړې شوې چې سرپناه نه لري.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، اسلامي امارت په پلان کې لري چې له پاکستانه په زور را ايستل شوو هېوادوالو ته د کورونو او ځمکو ورکولو زمينه برابره کړي.
تخار کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دشتقلعې ولسوالۍ ۱۴۷ کورنیو ته – چې د وروستیو کلونو د طبیعي پېښو له امله یې کورونه له منځه تللي وو – په دولتي ځمکه کې ښارګوټی جوړېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوش تیپې کانال په شاوخوا کې د ځمکې د وېش په اړه خپاره شوي خبرونه، جعلي او بې بنسټه دي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ وایي، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولايت په پچراګام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او زوی یې ټپي دی.
د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ د ځمکې پر سر شخړه کې يو کس وژل شوى او د يوه امنيتي کس په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن