Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مسکو کې د څارویو د روغتیا په کنفرانس کې ګډون
پلعلم (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰ زره څارویو
بادغیس کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سلو مالدارانو ته د څارویو ۳.۵ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي مرسته څه باندې سل زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د پوستکي ناروغۍ «لمپيسکېن» واکسین پیل شو.
د هرات په لرو پرتو سیمو کې مالداري د کوچیانو اساسي اقتصادي فعالیتونه یادېږي، خو په دغه ولایت کې یو شمېر کوچیان وایي، د حیواني درملو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ملاتړ یې نه کېږي.
د څارویو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د څارویو بیې د تېر کال د همدې ورځو په پرتله په منځنۍ کچه په کابل کې نږدې ۱۶ سلنه او کندهار کې څه باندې پنځه سلنه لوړې شوې دي.
بادغیس کې ځیني مالداران په داسې حال کې په ژمي کې د څارویو خوراکي توکو کموالي له امله اندېښنه ښيي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، مالدارانو ته یې د څارویو ۲۵۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او زیاتوي چې دغه ډول مرستې به دوام ولري.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست ویلي، نن يې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۰۶ زره څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل کړ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ٢٠ زره څارويو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه .
د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.
په غور ولایت کې یو شمېر مالداران وايي، د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله مجبور دي چې خپل څاروي په ټيټه بیه وپلوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP