لغمان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه، اته ټپیان او لس نور نادرکه دي
د لغمان ولایت مربوطاتو کې د کابل– ننګرهار پر لویه لار د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پريوس موټرو د ټکر له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، اته ټپیان شوي او لس نور نادرکه دي.


