Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښار د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د اوبو رسونې مرکز ته څېرمه مېشت دي خو اوبه له بل ځايه ورکول کېږي چې تر دوى پورې په سمه توګه نه رسېږي او په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
مزارشریف (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د بلخ په چمتال، چهاربولک، دولتآباد او بلخ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د
د پکتیکا په ګيان ولسوالۍ کې د نهه ميليون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو درې شبکې جوړيږي.
د بغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستيو سېلابونو له امله ښویېدلو شګو له چینو څخه د اوبو راوتلو مخه ډپ کړې او خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
د پکتیا ولایت په شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې نن د ۱۳ اعشاریه شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت مرکز پل علم اړوند په «نیازیو» کلي کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۷۴ ژورې څاهګانې کېندل شوې دي.
د کونړ د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، وروستیو سېلابونو یې څاګانې او کارېزونه له منځه وړي چې له امله یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
کلات (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د اوبو دوې شبکې جوړې او سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخهمنې
د فراه په مرکز کې د نږدې ١٢ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل ولايت «شیرم» سیمې اوسېدونکي وایي، له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د څښاک اوبه نه لري او يوه بوشکه اوبه له ٢٥ تر ٣٠ افغانیو پېري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP