ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار پنځمې ناحیې ځیني اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت لري

د کابل ښار پنځمې ناحیې ځیني اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت لري

author avatar
4 Jun 2023 - 13:36
د کابل ښار پنځمې ناحیې ځیني اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت لري
author avatar
4 Jun 2023 - 13:36

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کابل ښار د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د اوبو رسونې مرکز ته څېرمه مېشت دي خو اوبه له بل ځايه ورکول کېږي چې تر دوى پورې په سمه توګه نه رسېږي او په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

خو اړوند مسوولین بیا وایي، د یادې سيمې د اوبو رسونې مرکز اوبه کمې دي، نو ځکه دغو خلکو ته له بلې سيمې څخه اوبه ورکول کېږي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» پروګرام پيل کړ او له دې لارې غواړي چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه چارواکو ته ورسوي.

له سلګونو غوښتنو او وړاندیزونو چې خلکو پژواک ته استولي، یو یې هم د کابل ښار د پنځمې ناحيې د خلکو د څښاک اوبو کمښت ستونزه وه چې پژواک يې په اړه دغه راپور چمتو کړى دى.

د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د اوبو د کمښت ستونزې په اړه د دې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل چې دوی د اوبو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، په نلونو کې په اونۍ کې یو يا دوه ځلې اوبه راځي، خو فشار دومره کم وي چې په شلو دقیقو کې یوه بوشکه نه ډک کېږي.

هغه وایي: «مونږ ته اوبه د چهل‌ستون سیمې له اب‌رسانۍ څخه راځي او هغه ځای ډېر لری دی، کافي اوبه زمونږ تر ځای پورې نه رارسېږي، ځکه په پیپونو کې یوازې هوا پاتې وي، مونږ سره په سل مترۍ کې اب‌رساني ده، له دې ځايه دې مونږ ته اوبه راکول شي.»

هغه وايي، د یادي سیمې اوسېدونکو څو ځلې اړوند مسوولینو ته عریضه کړې خو تر اوسه يې عرض نه دى اورېدل شوى.

د یادې سيمې یوه بل اوسېدونکي عاشق‌الله پژواک ته وویل، د لومړۍ اب‌رسانۍ په سيمه کې شاوخوا ۱۲۰ کورونه د اوبو کمښت له ستونزې سره مخ دي.

نوموړی وایي، دوی د څښاک لپاره اوبه له یوه جومات څخه راوړي خو کله هلته هم دومره ګڼه‌ګوڼه وي چې په ساعتونو يو کس ته نوبت نه ورځي.

هغه شکايت کوي چې دوی ته څېرمه اوبو رسونې مرکز څخه ورته اوبه نه ورکول کېږي، بلکې د نورو سيمو خلکو لکه دشت‌برچي او نورو ته ترې اوبه ورکول کېږي.

هغه وویل: «مونږ ته اوبه له ډېر لرې سیمې څخه راکول کېږي او کله چې راشي نو د اوبو فشار کم وي؛ یوه بله ستونزه دا ده چې موږ ته خو اوبه سمې نه رارسېږي او یوازې هوا په پیپونو کې وي چې زمونږ ميټرونه بیا د دې هوا په وسیله ګرځي او په مونږ د اوبو بېل راځي.»

دغه‌راز د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د همدې نږدې اوبو رسونې له مرکز څخه اوبه ورکړل شي.

بلخوا د کابل د اوبو رسونې ادارې د ښاري زون رییس شفیع‌الله زاهدي پژواک ته وویل چې د پنځمې ناحيې د لومړۍ اب‌رسانۍ سيمې اوسېدونکو شکايت پر ځاى نه دى، ځکه دوى ته پر وخت او کافي اوبه ورکول کېږي.

نوموړی وایي، د دغې ساحې د اوبو رسونې مرکز کې اوبه کمې دي، نو ځکه يې اوسېدونکو ته د علاوالدین له پروژې څخه اوبه ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «د څښاک اوبو په برخه کې مونږ څلور لويې پروژې لرو چې تولیدات کوي، د علاوالدین سیمې پروژه ده، د لوګر د اوبو پروژه ده، د افشارو پروژه ده او بل د چهل‌دختران پروژه ده چې مونږ ټولو خلکو ته ترې يو شان اوبه ورکوو.»

خو زاهدي وايي، په هېواد کې د دوامداره وچکالۍ له امله د اوبو کچه ټیټه شوې او ورسره په ځينو سيمو کې څاه‌ګانې هم وچې شوې دي.

د یادونې ده، په دې وروستيو کې د کابل ښار د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم د اوبو کچې له ټيټېدو څخه شکايتونه کړي دي.

Visits: 154

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.