پلخمري کې چاودنې مرګژوبله اړولې ده
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د امام زمان تکیهخانه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې مرګژوبله هم لري.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د امام زمان تکیهخانه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې مرګژوبله هم لري.
د راپورونو له مخې، د ترکیې کورنیو چارو وزارت او پارلمان سره نږدې چاودنه شوې چې له امله یې د دغه هېواد دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.
د ارمنستان روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اذربایجان په قرهباغ کې د سونتوکو په یوې زېرمه کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۶۷ کسانو ته رسېدلی او کېدای شي لا ډېر شي.
د راپورونو له مخې، د اذربایجان په قرهباغ سیمه کې د نفتي توکو په یوه زېرمه کې د چاودنې له امله ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو په «بلدوین» ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ مربوطاتو کې د هاوان یوې زړې مرمې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې پر یوه پوځي موټر د چاودنې له امله درې ملکي وګړي او اووه امنیتي کسان ټپیان شوي او یو امنیتي کس وژل شوی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ په برېښناکوټ فابریکه کې د ګاز نللیکې یوه پیپ چاودنې له امله درې کسان ټپيان او ١٤ نور مسموم شوي دي.
د کندهار په مرکز کې نن سهار د تېلو کوچني ټانکر د چاودنې له امله یو کس ژوند له لاسه وکړی دی.
تخار کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې د یوه امنیتي کس په کور کې د راکټ مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې دوه نجونې او یو هلک وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.
د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله يو کور په بشپړه توګه سوځېدلى دى.
د راپورونو له مخې، د فرانسې په پلازمېنې پاریس ښار کې د ګاز خپرېدو له امله چاودنه کې ۳۷ کسان ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه…
د سومالیا په پلازمېنه کې د مهماتو یوه ډیپو کې د چاودنې له امله د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې تېره شپه د لاسيبم چاودنه شوې چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د بغلان امنیې قوماندانۍ د امنیت…
د راپورونو له مخې، د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې چې ۲۳ کسان په کې ټپیان شوي دي.
د کندهار سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په سرګاو کارېز سیمه کې نن سهار ۱۰:۳۰ دقیقې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو کوچی وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
د راپورونو له مخې، هند کې د یوي چادونې له امله یو موټر چلوونکی او لس پولیس وژل شوي دي.