Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې پر یوه پوځي موټر د چاودنې له امله درې ملکي وګړي او اووه امنیتي کسان ټپیان شوي او یو امنیتي کس وژل شوی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ په برېښناکوټ فابریکه کې د ګاز نللیکې یوه پیپ چاودنې له امله درې کسان ټپيان او ١٤ نور مسموم شوي دي.
د کندهار په مرکز کې نن سهار د تېلو کوچني ټانکر د چاودنې له امله یو کس ژوند له لاسه وکړی دی.
تخار کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې د یوه امنیتي کس په کور کې د راکټ مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې دوه نجونې او یو هلک وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.
د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله يو کور په بشپړه توګه سوځېدلى دى.
د راپورونو له مخې، د فرانسې په پلازمېنې پاریس ښار کې د ګاز خپرېدو له امله چاودنه کې ۳۷ کسان ټپیان شوي دي.
میدانښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی. د
د سومالیا په پلازمېنه کې د مهماتو یوه ډیپو کې د چاودنې له امله د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP