فاریاب کې یو شمېر چرم جوړوونکي د اندېښنې څرګندولو سره وايي، دغه ولایت کې د چرم جوړولو لسګونو کارخونو خپل فعالیتونه درولي، سلګونو کارګرو خپلې دندې پرېښې او دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.