څانګه، هغه ړنده نجلۍ چې د زړه په سترګو ویني او په لاسونو تخلیق کوي
څانګه هوتک په کابل ښار کې هغه نجلۍ ده چې په ماشومتوب کې یې په یوه پېښه کې د سترګو لید له لاسه ورکړی خو هغې دا پېښه د ژوند پای ونه ګڼله، بلکې په داسې لاسونو چې اوبدي، زدهکړه او تخلیق کوي، په خپل ژوند کې یې نوې دروازې پرانیستې دي او خپله تیاره نړۍ کې یې د هېلې ډېوه روښانه کړې ده.


