Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني ولایت په دوو ولسوالیو کې د لس میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د کابل ښار په شپږو ښوونځيو کې د نږدې ۹،۵ میلیون افغانيو په لګښت د روغتیا ساتنې په موخه پروژې پلې کېږي.
د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د اته میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې د دې ستونزې د حل په هڅه کې دي.
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
اروزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) سیمهییزو ویلي چې په دغه ولایت کې اوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ او د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړوي او د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي.
د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د هوا ګرمۍ له امله د دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ د لسو ورځو لپاره وغځول شوې.
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په پکتیکا کې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودې.
غزني کې د څه باندې ۵۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت وايي، د سړو ولایتونو ښوونځیو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۶مه) پیلېږي او د روانې میاشتې تر اخره پای ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP