Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د مالیزیايي غوړیو بیه لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې کابل ښار کې یې یو «حرفهیي» کوډګر نیولی دی.
د اسلامي امارت کابینې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وکړه او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه څو د ماسټر پلان د تطبيق برخه کې خپلې چارې او مسووليتونه ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د شپږ میلیون او ۱۹۴ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د سروزرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د کابل ښاروالي وايي چې د ښار د پنځمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د سړک او کوڅو جوړولو د درېیو پروژو چارې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د نفتي توکو او غوړو بیې ټیټې شوې خو د هندي بورې او سروزرو بیې لوړې شوې دي.
مالیې وزارت وایي، د کابل ښار په میرویس میدان (کوټهسنګي) سیمه کې د ۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې.
کابل ښاروالي وايي چې د دغه ښار د پنځمې ناحیې اړوند په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو پخولو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند «کلوله پشته» سیمه کې يې د عملیاتو پر مهال دوه کسان د (زیکپ) په نوم له څه باندې ۱۸۷ زره نشهلرونکو ګولیو سره نیولي دي.
د کابل ښاروالۍ وايي، د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو ترمنځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت پیل او دغه راز د ښار ۱۷مه ناحیه کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.
نن کابل ښار کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د غوړیو، ډېزل تېلو، ګازو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د هندي بورې بیه تیټه شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن