ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ۴،۵ میلیون ډالرو په پانګونه د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې

کابل ښار کې د ۴،۵ میلیون ډالرو په پانګونه د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
5 May 2024 - 17:39
کابل ښار کې د ۴،۵ میلیون ډالرو په پانګونه د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
5 May 2024 - 17:39

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): مالیې وزارت وایي، د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه‌سنګي) سیمه کې د ۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې.

دغه سوداګریز مارکېټ د «ملت مارکېټ» په نوم د کابل ښار میرویس میدان (کوټه‌سنګي) سیمه کې په دوه جریبه ځمکه د ۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې سره جوړیږي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مارکېټ په معیاري بڼه په دوولسو پوړونو کې جوړیږي چې ۳۰۰ دوکانونه به ولري او ورسره به لسګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، دغه سوداګزیز مرکز به د درېیو کلونو په موده کې ودان شي چې له درکه به یې په کال کې ۳۸ میلیون افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ورځي.

Views: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.