ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او غوړو بیې ټیټې شوې دي

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او غوړو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
11 May 2024 - 14:20
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او غوړو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
11 May 2024 - 14:20

کابل (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د نفتي توکو او غوړو بیې ټیټې شوې خو د هندي بورې او سروزرو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یوه لېټر پټرولو بیه له ۶۳ څخه ۶۲ او د یو لېټر ډیزلو بیه له ۶۱ څخه ۵۹ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه له ۵۴ څخه ۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

سرچینې وايي، د یادو توکو بیې نړۍوالو بازاونو کې د ټیټېدو له امله د کابل ښار بازارونو کې ټیټې شوې دي.

خوراکي توکي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۹۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د بورې او وریجو بیې د هغو د وارداتو کمېدو امله لوړې شوې دي.

خو سرچینه وايي، د غوړیو واردات ډېر شوي، له همدې امله د تېرې اونۍ په پرتله په کابل ښار د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړو بیه کې له ۱۴۵۰ افغانیو څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو‌زرو بیې

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په نسبت د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۴۰۰ څخه ۴۴۵۰ افغانیو او ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۰۰ څخه ۳۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

ډالر او کلدارې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۲ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۱۵مه ‎هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۲ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه خو زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېدې.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.