منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۱ غ.م
۵°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کابل

۱،۱۷۹ راپورونه

راپورونه

«هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي ډېر شوي»

د افغانستان د خصوصي ښوونځيو اتحادیې رییس وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو فیسونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي او په دغو ښوونځيو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

غړي

کابل پوهنتون کې د کتاب‌لوستنې اونۍ په مناسبت د کتابوبو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د کتاب‌لوستنې اونۍ په مناسبت کابل پوهنتون کې د کتاب مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.

غړي

د کابل د جګدلک د یاقوتو او د هرات د باریټو کانونه په قرارداد ورکړل شول

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د باریټو او د کابل د جګدلک یاقوتو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس تړونونه د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو په ارزښت له دوو داخلي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

غړي

کابل کې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل بادام ‌باغ څېړنیز فارم کې «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.

غړي

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د ا.ا چارواکي وایي، د ستونزو حل لپاره به نور ګامونه هم واخلي

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټول‌منلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړي او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي، ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.

غړي

کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د افغان – قزاق نندارتون پرانیستل شو

د افغان - قزاق د نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو وویل چې په هېواد کې تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ لپاره فرصت برابر شوی او هېوادونه یې افغانستان کې سوداګرۍ ته راوبلل.

نور راپورونه