لوګر کې د کرومایټ ۱۱ کانونو د استخراج له درکه ۱۵۰ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، په تېر یوه کال کې یې په مرکز، محمداغه او ازره ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پيل کړې چې له درکه یې د حکومت بودجې ته ۱۵۰ میلیون افغانۍ عواید تللي دي.


