Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د «بایونټیک» واکسین نورو ته د کرونا ویروس د لېږد ۹۰ سلنه او د دې ناروغۍ له امله د مړینې ۹۸ سلنه مخنیوی کړی دی؛ خو د طب برخې پوهانو د دغو څېړنو پایلې رد کړې او ویلي یې دي چې د واکسین اغېزې مختلفو سیمو ته په کتو، توپیر لري.
د طب پوهان، د کرونا ناروغانو لپاره د «توسیلېزومب امپول» د اغېزناکتوب په اړه خپاره شوي مطالب تاییدوي او وايي، دا امپول د کرونایي ناروغانو لپاره د مرستندویه درمل په توګه کارول کېږي.
د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او کابل ښاریان د «عنبر» لوګی د کرونا لپاره ګټور بولي؛ خو ډاکترانو مضر بللی او له ښاريانو يې وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د نښو نښانو درلودو په صورت کې دې روغتون ته لاړ شي او له خپلسرې او دوديزې درملنې دې ډډه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن