په افغانستان کې د ویټامین ډي کمښت، په ځانګړې توګه په ښځو کې عام دی او کولی شي د هډوکو کمزوري، د عضلاتو درد او ستړیا رامنځته کړي؛ متخصصین سپارښتنه کوي چې یو انسان باید هره ورځ ځان ته لمر ورکړي او که اړتیا وي له مکملونو دې هم ګټه واخلي.
ایبک (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۴): که څه هم وروستیو ورښتونو خلک وچکالۍ کمېدو ته هیلهمن کړي، خو د سمنګان د درهصوف پایین ولسوالۍ د یو
میمنه (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت او
د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرلهپسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نسناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.
پرلهپسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.
کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې یوه ډاکټره نجمالسما شفاجو چې د ښځو لپاره د ځانګړي روغتون په جوړولو سره یې لسګونو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په روغتیايي برخه کې د نسايي ولادي ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه یادوي او وايي چې هر څوک باید د روغتیايي ستونزو د حل برخه کې هڅه وکړي.
د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بېځایه شوو ښځو، نارینهوو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ هغه راپور رد کړی چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کمښت سره هم مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.
د هلمند د مارجې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت سربېره په سمه توګه روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغان لښکرګاه ښار ته بوځي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي مدیر ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکې مېلادي میاشتې تېرولو لپاره کافي بودجه نه لري او خبرداری یې ورکړی چې که بودجه ترلاسه نهشي کړاي، اړ دی دغه هېواد پریږدي.