تېرو پنځو مياشتو کې څه باندې لس میلیارده افغانۍ کونډو، يتيمانو او معلولينو ته وېشل شوې دي
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو پنځو مياشتو کې د افغانستان په کچه لس میلیارده او ۴۰۹ میلیون افغانۍ کونډو، يتيمانو او معلولينو ته د بانکي سیسټم له لارې وېشل شوې دي.


