Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د کونړ چاپېریالساتنې ریاست په دغه ولایت کې د ښوونځیو او دیني مدرسو زدهکوونکو ته د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالساتنې ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی دی.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د چاپان د حکومت او خلکو د ۱۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د ځينو موسسو په مرسته د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰۰ هکټاره ځنګلونه بیا احیا شوي دي.
د کونړ اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمې شوې لویې لارې بېرته ورغوي او مسوولین وايي، د یادو لارو د جوړېدو هڅې یې پیل کړې دي.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د ډنمارک د کډوالو شورا په مالي مرسته نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د خوړو خوندیتوب او معافیت ښهوالي په موخه د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.
د کونړ سیمهییز مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په وټهپور ولسوالي کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د کونړ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ کسان او د څوکۍ ولسوالۍ په چنارو سیمه کې د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ د مرکز او دوو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د څه باندې دوه میلیون افغانیو په لګښت د نريرنځ ناروغۍ د تشخیص څانګې فعالې شوې دي.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۷ کلنه دښمني چې دوه کسان پهکې وژل شوي وو، د یوې قومي جرګې له لارې حل او فصل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP