Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه چیني شرکت په کونړ کې د برېښنا د تولید درېیو سترو بندونو جوړولو
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوهګل دره کې د نږدې ۵۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کونړ ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ماین پاکۍ یوې موسسې په تېر یوه کال کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې ده.
کونړ کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ له حکومت او مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د کونړ ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پنځه کسان پهکې مړه شوي او دغه راز خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د نهو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې د لوموړي ځل لپاره ګرځنده روغتیایي خدمتونه پیل شول.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ په کرمول سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني د قومي جرګې له لوري پر دوستۍ بدله شوه.
د کونړ د ځینو ولسوالیو یو شمېر کروندګر وايي، کرنیزې ځمکې یې د احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د دغو ځمکو د تخریب مخنیوي لپاره دې ورته استنادي دېوالونه، سربندونه او چکډیمونه جوړ شي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ته د خپل سفر پر مهال له رسنیو سره خبرو کې وویل، اسعداباد کې ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس چې د تېر حکومت پر مهال یې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې وې چې ډېر ژر به بېرته پیل او بشپړې شي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ د شینګش غرنۍ سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتون او سړک نهلري او خپل ناروغانو د څارویو په واسطه د ولسوالۍ تر مرکزه رسوي.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اریت سیمه چې د موټرو د تګ راتګ هیڅ لاره نه لري، اوسېدونکو یې په شخصي لګښت د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP