Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي همکاریو سازمان، ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اروپايي ټولنې او ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
اسلامي امارت وایي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر برید “خوارجو” کړی او دا ډول اعمال نه شي کولی د اسلامي نظام پر وړاندې “د دسیسه جوړونکو کوم هدف” ترسره کړي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې ۱۳۳ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکرهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې له دوو موسسو سره یې د ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۹۵ زره او ۲۳۲ امریکايي ډالرو په ارزښت له یوې موسسې سره د هوکړهلیک له لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې موسسې سره د دوه میلیون او ۷۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو د دوو هوکړهلیکونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.
د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، له یوې موسسې سره یې د څه باندې دوه میلیون او ۷۳۱ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ټولګټو پروژو پلې کولو او له اړو کسانو سره د مرستې په موخه یې د ژغورنې له نړۍوالې کمېټې سره د څه باندې ۷۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اړوند د ۲۳ ولایتونو له هغو محلي او اداري امرينو ازموینه اخيستل شوې چې حکمي مقرر شوي وو.
د کډوالو چارو وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په ټول هېواد کې ۱۸ زره کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې او شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، تېرو څو مياشتو کې څه باندې ۵۰۰زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي خو وايي، لا هم د بهرنيو کړيو د ناسمو تبلغاتو له امله په دعوتنامو باندې يو شمېر هېوادوال په دغه موده کې بهر ته وتلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP