ژبه

ویډیويي خبر

حقاني: په ټول هیواد کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته را ټیټې شوې دي

خپور شوی: ۳ لړم ۱۴۰۵ موده: 4:54 پښتو

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خوست کې د امنیه قوماندانۍ لپاره د نوې جوړې شوې اداري ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې په ټول هېواد کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټيټې شوې دي.
هغه ویلي: «ځینې مغرض کسان له اوسني امنیت څخه خوښ نه دي او هڅه کوي چې خلکو ته اندېښنې او ستونزې پیدا کړي.»
حقاني همدارنګه په ټولنه کې د خلکو ترمنځ همغږي او یووالی نه ماتېدونکی قوت بللی دی.