
غزني کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او سیمهییزو رسنیو د مسوولینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د خبریالانو او رسنیو پر اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودیتونو او د مسلکي روزنیزو پروګرامونو پر کمښت او د دغو ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.





