د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ د طاقچین سیمې اوسېدونکو د خپلو ماشومانو د زدهکړو لپاره د ۶.۲ میلیونه افغانیو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه.
دغه ودانۍ چې په نهو میاشتو کې بشپړه شوې، اته درسي خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري او شاوخوا ۳۰۰ زدهکوونکو ته به د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري د ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، امنیت د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې او پرمختګ لپاره زمینه برابروي. بلخوا، د غزني د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني د پوهنې په پراختیا کې د خلکو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت لسګونه ښوونځي جوړ شوي دي.
زدهکوونکي د نوې ودانۍ له جوړېدو خوښ دي، خو د درسي کتابونو، قلمونو او نورو ښوونیزو توکو د برابرېدو غوښتنه کوي.
ویډیويي خبر