ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پاکستان ویزې اخیستو پر مهال یوولس ښځې مړې شوې دي

author avatar
21 Oct 2020 - 11:09
author avatar
21 Oct 2020 - 11:09

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان ويزې اخیستو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ١١ ښځې مړې او ١٢ نورې ټپيانې شوې دي.

د کرونا له امله له اتو مياشتو ځنډ وروسته د پاکستان له خوا په کابل او د افغانستان په پنځو لويو ښارونو کې د ويزو ورکولو لړۍ تېره اوونۍ پيل شوې ده.

په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي او اسانتيا رامنځته کولو په موخه د فوټبال په لوبغالي کې لومړى مراجعينو ته ټوکن یا پارچه ورکول کېږي او بيا د هغې له مخې کونسلګرۍ ويزه ورکوي.

د ټوکن یا پارچې ورکولو پروسه د ځينو رضاکارو مدني فعالانو او ځايي مامورينو له خوا د پوليسو په مرسته پرمخ وړل کېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.