منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۲ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان سره د ترکمنستان د اړیکو څرنګوالي ته کتنه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۲۰ کتنې · تازه شوی

څو ورځې مخکې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د دغه هېواد یو پلاوی افغانستان راغلی و، د راپورونو له مخې، یاد پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د لېږد پر لارو، تورغونډۍ بندر کې د رېل‌پټلۍ سټېشن پر پراختیا او د هرات د نورالجهاد برق سب‌سټېشن د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید ویلي چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري د یوه جامع لار نقشه رامنځته او پلې کړي.

دغه راز مُرَدوف زیاته کړې چې غواړي افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي.