ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ته د افغانستان په اړه د امریکايي پلاوی سفر

author avatar
7 Dec 2023 - 11:21
author avatar
7 Dec 2023 - 11:21

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې راتلونکې اونۍ د افغانستان اړوند مسایلو په اړه یو امریکايي پلاوی چې د کډوالو په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیټا والیس او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ شامل دي اسلام اباد ته سفر کوي.
د راپورونو له مخې، یاد پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د جبري ایستنې د موضوع ترڅنګ د هغو زرګونو افغانانو پر برخلیک هم خبرې وکړي چې امریکا ته د تلو لپاره په اسلام‌اباد کې شپې ورځې تېروي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ وایي چې له څه مودې راهیسې پاکستان او امریکا په یو لړ موضوعاتو سره سلا مشورې کوي او دغه سفر د همدې لړۍ یوه کړۍ ده.

Visits: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.