ژبه

د کندهار امنيه قوماندان له يوه ځانمرګي بريده روغ ووت

توسط بشيراحمد نادم

جنوري 11, 2012 - 2:00 pm

Views: 88

دغه پېښه نن (د مرغومي ٢١مه) غرمه شاوخوا يوه بجه د کندهار د امنيه قوماندانۍ په ودانۍ کې رامنځ ته شوه.

له دې پېښې وروسته اوازې وې، چې ګواکې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق په دې پېښه کې سخت ټپي دى.

خو له پېښې څو شېبې وروسته د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د پېښې په ځاى کې له خبريالانو سره خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، چې نن دوى په امنيه قوماندانۍ کې ډاياګ پروګرام ته وسلې سپارلې او په همدې موخه يې يوه غونډه جوړه کړې وه.

جنرال رازق پژواک اژانس ته وويل: ((پر دې مهال يوه ١٨ کلن ځوان، چې عريضه وه، په ډېرې بېړې سره امنيه قوماندانۍ ته ننوتلى و او هڅه يې کوله، چې زما خونې ته ځان ورسوي.))

د نوموړي په وينا، له دې مخکې چې دغه ځانمرګى خونې ته ننوځي، د سرحدي پوليسو له خوا وپېژندل شو او له ډېرې وارخطايۍ څخه يې ځان ته چاودنه ورکړه.

د کندهار امنيه قوماندان وايي، چې په دې چاودنه کې يواځې بريد کوونکى وژل شوى او يو سرحدي پوليس ټپي شوى دى.

د نوموړي په وينا، دغه ځوان د قوماندانۍ ساتونکو ته ويلي وو، چې له کوره يې يوه ښځه تښتول شوې او له قوماندانۍ څخه يې په دې برخه کې د بېړنۍ مرسته غوښتنه کړې وه.

دى وايي، چې تېر کال د پخواني امنيه قوماندان خان محمد مجاهد له وژل کېدو وروسته په امنيه قوماندانۍ کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

خو هغه زياتوي، دا چې دغه بريد کوونکي څنګه وکولاى شول، دننه ورشي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

وروسته له هغه چې په دې بريد کې د کندهار د امنيه قوماندان د وژنې يا ټپي کېدو اوازه خپره شوې، د کندهار ښار ډېرى برخې وتړل شوې او په ښار کې ترافيک هم تر سترګو کېده، خو کله چې د جنرال رازق د وژنې اوازه دروغه ثابت شوه، نو حالات بېرته په ښه کېدو شول.

 

وسلوالو طالبانو په خپلې وېبپاڼې کې ليکلي، چې د کندهار په امنيه قوماندانۍ کې درنه چاودنه شوې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

د يادونې وړ ده، چې له يوه څه ځنډ وروسته يو ځل بيا په هېواد کې د ځانمرګو بريدونو لړۍ پيل شوې ده.

پرون د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هم ډله ييز بريدونه شوي وو، چې له امله يې څلور دولتي مامورين او درې پوليس و وژل شول.