ژبه

نيږدې درې سوه تنو د فارياب د ټپيانو لپاره وينه ورکړه

توسط تمکين

اکتوبر 27, 2012 - 2:56 pm

Views: 57

 جوزجان (پژواک٦ لړم٩١) : په جوزجان کې نيږدې ٣٠٠ تنو ، د فارياب د تېرې ورځې د ځانمرګې بريد  د ټپيانو لپاره وينه ورکړه  .

تېره ورځ د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې په ځانمرګي بريد کې د پوځي او ملکي کسانو په ګډون ٤١ تنه ووژل شول او ٥٦ نور ټپيان شول .

 دغه بريد  د ميمنې ښار د عيدګاه جومات دروازې ته مخامخ هغه وخت ترسره شو، چې لمونځ کوونکي د لوى اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو.

د بريد يو شمېر ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي ، ٣٠ تنه د درملنې په موخه د بلخ مرکز مزار ته لېږدول شوي او يو شمېر  په ميمنه کې د افغان ترک په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

 د جوزجان د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکتر فريدون نن  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې رياست د ٣٠ تنو ډاکترانو او نرسانو په ګډون ٢٨٠ تنو نن د فارياب د ياد بريد د ټپيانو لپاره وينه ورکړه .

هغه وويل ، چې دغه وينه به  د ويني د بانک له لارې د اړتيا په صورت کې يادو ټپيانو ته ورکړل شي .

په جوزجان کې د ملي اسلامي جنبش د ګوند د ځوانانو د څانګې مسوول  انه مراد  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې٢٨٠ تنو کې ٢٥٠ تنه  ددې غورځنګ اړوندکسان دي .

ده  له دولت څخه  وغوښتل ، چې د يادې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري .

د يو بل خبر له مخې، د جوزجان په مرکز شبرغان کې له  تيرې ورځې راهيسې،د ترکيي  د ولايتي بيارغونې ډلې  لخوا درېيو زرو اړو کورنيو ته د قربانۍ د غوښې وېش پيل شوى دى.

په جوزجان کې د يادې ولايتي بيا رغونې ډلې مطبوعاتي مسوول امرالدين قربان ، وايي، چې   تېره ورځ دې ډلې د ترکيې د خلکو په مرسته ، د لوى اختر د قربانۍ له اصولو سره سم  مالونه ذبحه کړي او غوښه يې پر اړو ٣٠٠٠ کورنيو ويشي. 

 دى وايي، چې دغه درې زره کورنۍ د ملاامامانو او دکلي د مشرانو لخوا د ولايتي بيارغونې ډلې ته ورپېژندل شوي دي  .

په ميمنه کې د محمود طرزي پروژې اوسيدونکې کونډه  زرغونه وايي، چې يادې ډلې دې ته هم نيم من غوښته ورکړې ده .

هغې پر دې مرستې خوښي څرګنده کړه او د ترکيې له خلکو يې مننه وکړه چې له افغانانو سره مرستې کوي.