جوزجان (پژواک٦ لړم٩١) : په جوزجان کې نيږدې ٣٠٠ تنو ، د فارياب د تېرې ورځې د ځانمرګې بريد د ټپيانو لپاره وينه ورکړه .
تېره ورځ د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې په ځانمرګي بريد کې د پوځي او ملکي کسانو په ګډون ٤١ تنه ووژل شول او ٥٦ نور ټپيان شول .
دغه بريد د ميمنې ښار د عيدګاه جومات دروازې ته مخامخ هغه وخت ترسره شو، چې لمونځ کوونکي د لوى اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو.
د بريد يو شمېر ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي ، ٣٠ تنه د درملنې په موخه د بلخ مرکز مزار ته لېږدول شوي او يو شمېر په ميمنه کې د افغان ترک په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د جوزجان د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکتر فريدون نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې رياست د ٣٠ تنو ډاکترانو او نرسانو په ګډون ٢٨٠ تنو نن د فارياب د ياد بريد د ټپيانو لپاره وينه ورکړه .
هغه وويل ، چې دغه وينه به د ويني د بانک له لارې د اړتيا په صورت کې يادو ټپيانو ته ورکړل شي .
په جوزجان کې د ملي اسلامي جنبش د ګوند د ځوانانو د څانګې مسوول انه مراد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې٢٨٠ تنو کې ٢٥٠ تنه ددې غورځنګ اړوندکسان دي .
ده له دولت څخه وغوښتل ، چې د يادې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري .
د يو بل خبر له مخې، د جوزجان په مرکز شبرغان کې له تيرې ورځې راهيسې،د ترکيي د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا درېيو زرو اړو کورنيو ته د قربانۍ د غوښې وېش پيل شوى دى.
په جوزجان کې د يادې ولايتي بيا رغونې ډلې مطبوعاتي مسوول امرالدين قربان ، وايي، چې تېره ورځ دې ډلې د ترکيې د خلکو په مرسته ، د لوى اختر د قربانۍ له اصولو سره سم مالونه ذبحه کړي او غوښه يې پر اړو ٣٠٠٠ کورنيو ويشي.
دى وايي، چې دغه درې زره کورنۍ د ملاامامانو او دکلي د مشرانو لخوا د ولايتي بيارغونې ډلې ته ورپېژندل شوي دي .
په ميمنه کې د محمود طرزي پروژې اوسيدونکې کونډه زرغونه وايي، چې يادې ډلې دې ته هم نيم من غوښته ورکړې ده .
هغې پر دې مرستې خوښي څرګنده کړه او د ترکيې له خلکو يې مننه وکړه چې له افغانانو سره مرستې کوي.