پلخمري (پژواک ٥ کب ٩١): په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه پرون د کندز- بغلان په لويه لار د مرکزي بغلان زاړه ښار ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو ٣٠٣ مسافر وړونکى موټر له فلاينکوچ او سراچې موټرو سره ټکر وکړ.
د بغلان د ترافيکي پېښو امر سيدعالم شاه وويل، په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ٢٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه وويل، چې يو ځوان او بل څلوېښت کلن سړى مړه شوي او په ټپيانو کې اووه ښځې او شپږ ماشومان هم شامل دي.
خو د بغلان د جراحۍ څانګې ډاکټر احمدشاه احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون يوه دولس کلن ماشوم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
ډاکټر احمدزي زياته کړه، چې د څلورو نورو ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ وو، چې د ښې درملنې په موخه کابل او کندوز ولايتونو ته ولېږدول شول.
د هغه په وينا، د پېښې نور ټپيان له درملنې وروسته رخصت شوي، خو ځيني نور يې لا هم تر درملنې لاندې دي.
د بغلان د ترافيکو امر د پېښې لامل د ٣٠٣ موټر د چلوونکي تېز چلند وباله، چې له پېښې وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
د ويلو ده، وړمه ورځ هم د بلخ د حيرتان او خلم ولسواليو ترمنځ په ((غوند والګا)) سيمه کې د ٣٠٣ او کاماز موټرو د ټکر له امله ١١ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ٢٤ نور ټپيان شول.
د بلخ د ترافيکو مدير حسين خان وايي، ډېرى دا ډول پېښې همه مهال رامنځته کېږي، چې موټر چلوونکي د عادي څراغونو د کارولو پر ځاى له تېزو څراغونو کار اخلي، چې د مقابل لوري سترګې وړي او په پاى کې د ټکر لامل ګرځي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن