Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نظرپوښتنه: رسنۍ او خبريالان د قضيو عمق ته ځان نه رسوي

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): يوه تازه نظرپوښتنه څرګندوي چې د افغانستان د رسنيو ٥٥ سلنه مخاطبين له دې امله چې رسنۍ د قضيو عمق ته ځان نه رسوي؛ شکايت کوي، خو په دې برخه کې ١٣ سلنه خلک بيا د رسنيو له کړنو خوښ دي.

دغه نظرپوښتنه شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ دفتر (نى) له لوري د شخصي او دولتي پوهنتونونو له ٢٩٠٠ محصلينو سره چې له دې جملې يې پنځلس سلنه نجونې تشکيلوي، ترسره شوې ده.

د افغانستان له رسنيو د ملاتړ دفتر د څار مسوول صديق الله توحيدي نن په کابل کې د يادې سروې د اعلان په ناسته کې وويل، ٥٥ سلنه مرکه کوونکو ويلي چې د افغانستان رسنۍ د هېواد قضيې او روان وضعيت په ژوره توګه نه تحليلوي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، ٣١ سلنه نورو مرکه کوونکو ويلي چې رسنۍ تر يوه حده د قضيو تر عمقه ځان رسوي، خو ١٣ سلنو يې بيا ويلي چې رسنۍ د هېواد مهمې قضيې څېړي.

د هغه په وينا، همدا ٣١ سلنه ځواب ويونکي ادعا کوي، کله چې د قضيو نتيجه د لوړپوړو چارواکو او يا زورواکو تر مېزونو رسېږي، رسنۍ يې نور له دوامه ډډه کوي.

نوموړي زياته کړه، امنيتي پېښې او ځانمرګي بريدونه هغه قضيې دي چې د هېوادوالو د ليدلوري له اړخه د رسنيو له لوري په بشپړه توګه نه تعقيبېږي.

توحيدي څرګنده کړه، په دې نظرپوښتنه کې د رسنيو مخاطبينو تر ډېره هغو ځانمرګو بريدونو ته اشاره کړې چې له امله يې د افغانستان پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني، د بغلان ځانمرګى بريد چې له امله يې د ولسي جرګې شپږ غړي ووژل شول، هغه بريد چې له امله يې د کندوز والي انجنير محمد عمر ووژل شو، نور بېلابېل بريدونه چې له امله يې د ٣٠٣ پامير سيمه ييز زون قوماندان جنرال داود داود، د کابل امنيه قوماندان محمد اکرم خاکرېزوال، د کندوز امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخېلي، ولسي جرګه کې تخار استازى عبدالمطلب بېګ، ولسي جرګه کې د سمنګانو استازى احمدخان سمنګاني، د تخار امنيه قوماندان شاه جهان نوري، د پخواني ولسمشر د تره زوى او د امنيتي خصوصي شرکت (اشيا سيکورټي ګروپ) مشر حشمت خليل کرزى، د حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدوالي کرزى او يو شمېر نور کسان ووژل شول.

هغه وويل، مرکه کوونکي دغه راز ادعا کوي چې رسنۍ د شاه شهيد ځانمرګى بريد، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر رياست بريد، کابل کې پر امنيې قوماندانۍ او ملي دفاع وزارت بريدونه، د کندهار د مېلمستون بريد، د پکتيکا د واليبال ميدان بريد، د خوست د لاريون کوونکو بريد، دهمزنګ کې د جنبش روشنايي پر لاريونوالو، د کابل پر ٤٠٠ بستريز ځانمرګي او ويجاړوونکو بريدونو قضيې هم په ژوره توګه نه دې څېړلې.

هغه څرګنده کړه، مرکه کوونکو د کندوز د دوه ځلي سقوط او ماتې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د شاه شهيد، دهمزنګ پر لاريون کوونکو او د کندوز د سقوط په اړه او نورو جوړو شوو کمېسيونونو پايلې د رسنيو له لارې له خلکو سره نه دې شريکې شوې.

نوموړي زياته کړه، د مرکه کوونکو په باور، د کابل بانک قضيه، د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو پراخ فساد او سرغړونې، د پوهنې وزارت د خيالي ښوونځيو او پراخ مالي فساد، د ملي دفاع، کورنيو چارو او کانونو وزارتونو قضيې او سلګونه نور موارد، هغه څه دي چې د رسنيو له لوري په ژوره توګه نه دې تحليل شوي.

د توحيدي په وينا،  خلکو ته د رسنيو له لارې د بشپړو معلوماتو وړاندې کول، د اصلاحاتو لپاره زمينه برابروي او د قضيو جزئياتو ته د خلکو د واردېدو لامل ګرځي، څو له امله يې خلک د پېښو د تکرار د مخنيوي لامل شي.

هغه وويل، رسنۍ او خبريالان په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري، بلکې دولتي چارواکي او ارګانونو له رسنيو سره په دې تړاو خپل معلومات نه شريکوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.