کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦): روغتيايي متخصصين وايي چې د ښځو او پېغلو نجونو ترمنځ د ښکلا جراحۍ لېوالتيا ډېره شوې ده، خو ارواپوهان بيا د دغه کار ترسره کول د خلکو رواني ستونزې بولي.
افغانستان کې د ښکلا جراحي ډاکټرانو مشر ډاکټر امين الله همکار له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، افغانستان کې د ښکلا جراحۍ دود له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې پيل شوى او تر اوسه په دغه برخه کې دوه معياري روغتونونه قانوني جواز لري، خو يو شمېر نور يې بيا په غيرمعياري ډول عمليات ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه، له کابل سربېره هرات کې هم د ښکلا جراحۍ لپاره روغتونونه شتون لري، خو تر اوسه پورې په افغانستان کې د ښکلا د عملياتو کره شمېر نه دى معلوم او په اټکليز ډول تر اوسه پورې سلګونه دغه عمليات ترسره شوي دي.
خو نوموړي ورته مهال وويل، افغانستان کې له بده مرغه په دغه برخه کې ډېرې نيمګړتياوې شتون لري.
همکار د خپلو خبرو په ترڅ کې يادونه وکړه چې د داخله برخې يو شمېر جلدي متخصص ډاکټران د ښکلا عمليات ترسره کوي او دغه راز د عمومي جراحۍ ډاکټران ورته عمليات ترسره کوي چې دغه کار په بشپړ ډول يو ناسم کار دى.
د اوستا روغتون مشر او د جمهوريت په روغتون کې د عمومي، پلاسټيک جراحۍ او ريکانسترکتيو متخصص ټرينر ډاکټر محمد داوود نظري له پژواک سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې د پلاسټيک جراحۍ برخې ډېر پلويان پيدا کړي دي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د مراجعينو له جملې يې ډېرى کسان هغه ښځې تشکيلوي چې د ١٨ تر ٣٠ کلونو پورې عمر لري، وويل: "هغه کسان چې د دا ډول جراحۍ لپاره اقدام کوي، ډېرې جدي ستونزې نه لري، خو له رواني اړخه يې جدي بولي او تر دې چې د ژوند دوام ورته ستونزمن ښکاري."
هغه څرګنده کړه، ياد کسان د خپلې شخصي سليقې له مخې، د خپلې خوښې وړ موډلونو تصويرونه راوړي او غواړي چې څېره يې د هغوى په شان معلومه شي او په يوه کال کې درې ځلې هم ورته يو شمېر کسانو مراجعه کړې چې درې ځلې يې د خپل څېرې عمليات کړي، ځکه دوى له جراحۍ وروسته کنجکاو کېږي.
ياد جراح ډاکټر د دې خبرې په څرګندولو سره چې نوموړى هره مياشت د ښکلا له څلور تر پنځو عمليات ترسره کوي، زياته کړه چې ډېرى مراجعه کوونکي خپلې سترګې او پوزې عمليات کوي او په ځينو مواردو کې خپلو شونډو ته هم بدلون ورکوي.
شبنم هغه مېرمن چې د خپلو سترګو د څنډو جراحي يې کړې، وايي: "له جراحۍ وړاندې به هغه هره ورځ د اينې مخې ته درېدم او خپل ټول پام به مې د سترګو پړسوب ته و، خو له جراحۍ وروسته له دغه کار راضي يم او اوسمهال مې څېرې ٥٠ سلنه بدلون کړى دى."
د کابل ښار يوې ١٨ کلنې اوسېدونکې رڼا چې څه موده وړاندې يې پوزه پلنه وه، اوسمهال د خپلې پوزې جراحي کړې او پژواک ته يې وويل: "همېشه به مې داسې فکر کاوه چې ټول خلک په مستقيم ډول زما پوزې ته ګوري."
هغه وويل، له جراحۍ وروسته يې ستونزه حل شوې، خو لا يې هم پوزه له سترګو سره تناسب نه لري او د امکان په صورت کې به د خپلو سترګو جراحي هم وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP