کابل (پژواک ١١ تله ٩٧): تېر سپټمبر کې د اګست په پرتله په بريدونو کې ٢٠ سلنه ډېروالى راغلى، خو مرګ ژوبله په اووه سلنې کموالي سره په سپټمبر کې ٢٦٠٠ کسانو ته رسېدلې ده.
د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، وړمه مياشت په منځنۍ کچه په هر بريد کې ١٧ کسانو، خو تېره مياشت په هر بريد کې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پژواک خبري اژانس د ورځنيو راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (سپټمبر) مياشت کې ١٦٩ خو په وړمه ( اګست) مياشت کې١٦٣ بېلابېل بريدونه شوي. د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې تېره مياشت د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ١٤٦٠ کسان وژل شوي او ١٢٤٠ نور ټپيان دي. ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت په ترتيب سره تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو، ځانمرګو بريدونو، هوايي بريدونو، هدفي وژنو، چاودنو او د چورلکو د لوېدو له امله اوښتې ده.
تېره مياشت په ننګرهار کې ٢٠، جوزجان کې ١٦، کندهار کې ١٥، فراه کې ١٤، فارياب او زابل کې ١١، ١١، هلمند کې لس بريدونه شوي دي. پاتې نور بريدونه په ٢٢ ولايتونو کې شوي دي.
سپټمبر کې له باميانو، نورستان، دايکنډي، نيمروز او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.
د پوځي چارو شنونکي وايي، په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې شتون په دغو ولايت کې د بريدونو د ډېروالي لامل دى.
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، دولتي ځواکونه په هغو سيمو کې ډېر پوځي عمليات کوي، چېرې چې د دولت وسله وال مخالفين ډېر فعاليت ولري.
مرګ ژوبله
د پژواک راپورونه ښيي چې تېره مياشت ټول١٤٦٠ کسان وژل شوي او ١١٤٠ نور ټپيان دي.
په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) موندنې ښيي چې په تېره سپټمبر مياشت کې د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې ۲۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر٣٥٠ زيات ټپيان شوي دي.
تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د سپټمبر په ١١مه اوښتې ده. په دې ورځ په بېلابېلو بريدونو کې ٥٤٠ کسان وژل شوي او ټپيان دي.
د دې ورځې تر ټولو خونړى بريد د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې و چې ٥١ کسان په کې ووژل شول او ١٥٠ نور په کې ټپيان شول.
دغه ځانمرګى بريد په ډکې نومي سيمه کې پر هغو لاريون کوونکو وشو چې د خپلو حقونو غوښتلو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد يې کړى و.
وړمه (اګست) مياشت کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په غزني، فارياب، پکتيا، لوګر، فراه، کابل، هلمند، کندهار، پکتيکا او بغلان کې اوښتې وه.
شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.
د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.
له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.
په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي.
د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر وي.
که څه هم چې سږ سپټمبر کې د تېر په پرتله مرګ ژوبله کمه ده خو په ټوله کې سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى.
په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو ٩ مياشتو کې څه باندې ١٩٠٠٠ تنو، خو د روان کال په لومړيو ٨ مياشتو کې څه باندې ٢٠ زره او پنځه سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥ زره کسان وژل شوي او ټپيان دي.
سوله وکړئ او جګړه بنده کړئ!
دا پر ښکېلو غاړو د هغو کسانو غږ دى چې جګړو يې د کورنۍ غړي او خپلوان ترې اخيستي دي.
تېره مياشت په کابل کې پر يو رونيز مرکز په ځانمرګي بريد کې د ذکيې په نوم د يوې وژل شوې نجلۍ د تره زوی محمد حسن وايي، د ذکيې بېلتون ټوله کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې او ان پر مور يې د زړه حمله راغلې ده.
هغه زياتوي: "ډېره با ادبه او با اخلاقه نجلۍ وه، د ښوونځي وروستی کال يې و، غوښتل يې چې کانکور ازموينې ته تياری ونيسي، خو له بده مرغه د تل لپاره د کانکور له ازموينې پاتې شوه."
ده پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې سوله وکړي، څو نور په افغانستان کې د وينو تويېدل بند شي.
دغه راز د فراه د مرکز اړوند د ارباب کلا اوسېدونکې نهه کلنه نازي چې پلار يې د ماين په چاودنه کې وژل شوى او هغه اوس د درېيم ټولګي زده کوونکې ده، وايي: "په سوله کې خير دى، په سوله کې زه ډاکتره کېږم... پلار مې پوليس و، طالبانو شهيد کړ، له طالبانو او ټولو غواړم چې سوله وکړي، جګړه نه کوي."
هغې په ژړغونې غږ وويل: "څوک چې پلار نه لري، ډېره سخته وي، اختر کې مې ډېر زړه غوښتل چې پلار مې په غېږ کې ونيسي، خو ..."
نازي همدومره وويل او نور يې خبرې په سلګيو کې ورکې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP