کابل (پژواک ١١ تله ٩٧): تېر سپټمبر کې د اګست په پرتله په بريدونو کې ٢٠ سلنه ډېروالى راغلى، خو مرګ ژوبله په اووه سلنې کموالي سره په سپټمبر کې ٢٦٠٠ کسانو ته رسېدلې ده.
د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، وړمه مياشت په منځنۍ کچه په هر بريد کې ١٧ کسانو، خو تېره مياشت په هر بريد کې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پژواک خبري اژانس د ورځنيو راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (سپټمبر) مياشت کې ١٦٩ خو په وړمه ( اګست) مياشت کې١٦٣ بېلابېل بريدونه شوي. د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې تېره مياشت د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ١٤٦٠ کسان وژل شوي او ١٢٤٠ نور ټپيان دي. ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت په ترتيب سره تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو، ځانمرګو بريدونو، هوايي بريدونو، هدفي وژنو، چاودنو او د چورلکو د لوېدو له امله اوښتې ده.
تېره مياشت په ننګرهار کې ٢٠، جوزجان کې ١٦، کندهار کې ١٥، فراه کې ١٤، فارياب او زابل کې ١١، ١١، هلمند کې لس بريدونه شوي دي. پاتې نور بريدونه په ٢٢ ولايتونو کې شوي دي.
سپټمبر کې له باميانو، نورستان، دايکنډي، نيمروز او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.
د پوځي چارو شنونکي وايي، په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې شتون په دغو ولايت کې د بريدونو د ډېروالي لامل دى.
د ملي دفاع وزارت غړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










