ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روانې جګړې او ګڼو نورو ستونزو کندهار کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان سختو کارونو ته اړ کړي

روانې جګړې او ګڼو نورو ستونزو کندهار کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان سختو کارونو ته اړ کړي

author avatar
12 Jun 2021 - 17:29
روانې جګړې او ګڼو نورو ستونزو کندهار کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان سختو کارونو ته اړ کړي
author avatar
12 Jun 2021 - 17:29

کندهار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): شاوخوا ۸ کلن محمد داوود د هغو زرګونو ماشومانو له ډلې دی چې هره ورځ د کندهار په سوځوونکې ګرمي کې له سهاره تر ماښامه د واټونو پر سر سوال کوي.

دغه ماشوم کال وړاندې له خپلې ۵ کسیزې کورنۍ سره یو ځای د جګړو له امله له ارغستان ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلی دی.

کندهار ښار ته په راتګ د هغه ژوند ښه نه شو، بلکې لا ډېرې ناخوالې یې ولیدې او سوالګرۍ ته یې مخه کړه.

د دغه ماشوم بده ورځ هغه وخت پیل شوه چې د ماین چاودنې یې د پلار ژوند واخیست او کورنۍ یې د ژوند د بدلون په نیت ارغستان ولسوالي پرېښودله او کندهار ښار ته یې مخه کړه.

هغه چې زړې او خیرنې جامې یې د ناپایه غربت کیسه کوي، خپل واړه لاسونه د هر تېرېدونکي کس او موټر خوا ته په دې نیت غځوي چې څو افغانۍ ورکړي او دی یې ماښام د خپلې مور تر لاسونو ورسوي.

دغه ماشوم پژواک اژانس ته وویل، ټوله ورځ له سهاره تر ماښامه په لوږه او تنده په سوال کولو ایله ۵۰ افغانۍ پیدا کوي چې مور یې درې وچې ډوډۍ ورباندې اخلي.

د ده په خبره، دوه نور وروڼه یې هم سوال کوي او یوه خور یې له مور سره د شتمنو په کورونو کې کار کوي.

هغه په خپله وړه ژبه وویل: ((مور مې راته وايي چې پوره ۵۰ افغانۍ دې نه وي پيدا کړي، کور ته به نه راځې، هغه کله پوره شي او کله پوره نه شي، ډېر خلک همداسې راڅخه تېرېږي یو- یو دوې یا پنځه افغانۍ راکړي.))

دی وايي، کله چې نور ماشومان ویني نو ډېر ځورېږي، له ځان سره وايي کاش پلار یې ژوندی وای او ده هم د هغو په شان پاکې جامې اغوستلای، لوبې یې کولای او ښوونځي ته تللای.

دا یوازې محمد داوود نه دی چې روانې جګړې، غربت او ګڼو نورو ستونزو دې حال ته رسولی، بلکې دغلته په زرګونو ماشومان تر دې هم سخت ژوند لري.

۱۲ کلن محمد طاهر هغه ماشوم دی چې د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې د نجارۍ په یوه کارځای کې کار کوي.

نوموړي پژواک ته وویل، سهار له لمر ختو مخکې له کوره راوځي، کار ته ځي او د لمر ډوبېدو پر مهال له ۱۰۰ افغانیو سره کور ته ځي.

دی وايي، یوازې د درانه کار له بوج سره مخ نه دی، بلکې د استاد سپکې سپورې هم اوري او کله کله له بداخلاقو خلکو سره هم مخ کېږي چې ده ته بدې خبرې کوي، ناسمې غوښتنې ورڅخه کوي او دغه حالت دی سخت ځوروي.

دغه ماشوم وايي، پلار يې دوه کاله مخکې په میوند ولسوالۍ کې په جګړه کې وژل شوى دوه خويندې او يو کشر ورور لري او د هغوى د نفقې په خاطر اړ دی کار وکړي.

د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سلطان محمد عایل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې له ۲۰ زره ډېر ماشومان سختو کارونو او سوال کولو ته اړ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ډېرى ماشومان اته ډوله سخت کارونه کوي چې په کارځایونو کې کار، ساختماني چارې، د کثافاتو ټولول، سوال کول او نور په کې راځي.

هغه زیاته کړه، له دې سره هم مهاله د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې هم ډېرې شوي خو لا په دې برخه کې کره شمېرې نه لري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په روان کال کې د ماشومانو د ورکېدو او تښتولو پېښې هم ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې ټوکولې دي.

نوموړی وايي، د ماشومانو پر وړاندې د دغو ستونزو عمده لاملونه روانه جګړه، له همدې جګړې راټوکېدلی غربت، بې کاري، اعتیاد، د والدینو نه پاملرنه او ګڼ نور مسایل دي.

ده وویل: ((له بده مرغه سږ کال په جګړو، د ماین چاودنو او ورته نورو پېښو کې لسګونه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د جګړې د قربانیانو عمده برخه جوړوي.))

د ده په خبره، څومره چې جګړه غځېږي، غربت او بې وزلي ډېرېږي، ماشومان بې سرپرسته کېږي، سختو کارونو او سوال کولو ته اړ کېږي او دغه شمېره ورځ تر بلې پورته ځي.

نوموړی غوښتنه کوي چې عدلي او قضايي ارګانونه دې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي اړوند د مجرمانو قضیو ته عادلانه رسېدنه وکړي.

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو سرپرست مختار احمد پېروز پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم کره سروې نه ده شوې، خو په دې ولایت کې هغه ماشومان چې سخت کارونه او سوال کوي شمېر یې شاوخوا ۲۰ زرو ته رسېږي.

دی وايي، د جګړو شدت، د جګړو له امله بې ځایه کېدنې، وچکالۍ او نورو ستونزو دغه شمېره لوړه کړې ده.

د ده په خبره، له بده مرغه په جګړو کې له ماشومانو هم کار اخیستل کېږي او دغسې موارد د جګړې په ښکېلو غاړو کې لیدل کېږي او لا هم صفر شوي نه دي.

هغه زیاته کړه، له دوی سره په دارالتادیب کې ۱۵ داسې ماشومان شته چې وسله والو مخالفینو ورڅخه په جګړه کې کار اخیست او چاودېدونکي توکي یې لېږدول.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ماشومان د جګړې اصلي قربانیان دي چې په مخامخ جګړو، د ماین په چاودنو او هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله ور اوړي.

د ده په خبره، د هغو شمېرو له مخې چې دوی په تېر کال کې ثبت کړي د جګړې له امله ۴۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېروز یادونه وکړه چې له بده مرغه د دولت ډېره بودیجه په جګړه لګېږي او هومره توان نه لري چې دغسې ماشومانو ته رسېدنه وکړي.

د ده په خبره، که جګړه او ناامني نه وي نو دولت کولای شي د کارګر ماشومانو د کار د مخنیوي او هغوی ته د ښوونې او روزنې د غوره چاپېریال د چمتو کولو لپاره غوره شرایط برابر کړي.

خو دی وايي، پر دې سربېره په کندهار کې دوه دولتي او دوه خصوصي روزنتونونه لري چې ۱۸۰۰ بې  سرپرسته ماشومانو ته په کې د پالنې، ښوونې او روزنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

بل خوا په دې ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ زره ماشومان د جګړو او نورو ناخوالو له امله له زده کړو هم بې برخې دي.

په دې اړه د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د تېر په پرتله د ماشومانو د پوهنې وضعیت ښه شوی خو بیا هم د دې ولایت ۱۰۰ زره ماشومان له زده کړې بې برخې دي چې ډېری یې د لرې سیمو ماشومان دي.

د ده په وینا، په دې برخه کې د نجونو ستونزه تر ټولو جدي ده، ځکه په ولسوالیو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري او ډېرې بیا په نیمايي کې له زده کړو راګرځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د جون په ۱۲مه په ټوله نړۍ د کارګرو ماشومانو د کار د مخنیوي نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ۱،۹ میلیونه کارګر ماشومان لري، له دې ډلې ۱،۲ میلیونه ماشومان شاقه/سخت کارونه کوي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.