Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، د روسیې لویې څارنوالۍ له سترې محکمې وغوښتل چې د «طالبانو» نوم له تور نوملړه لرې کړي، تاشکند د افغانستان د پرمختګ لپاره د ګاونډیو پر همکارۍ ټینګار وکړ او افغان چارواکو وویل چې نړۍ دې له ا.ا سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لپاره لار هواره کړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتې چې د «طالبان» نوم له تور نوملړه لرې کړي.
  • بېلابېلو سرچینو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
  • تاشکند: د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو رغنده همکارۍ ته اړتیا لري.
  • مجاهد: ازبکستان په افغانستان کې له شته واقعیتونو ښه درک لري.
  • ملا برادر: نړۍ دې له ا.ا سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لار هواره کړي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

تېره اونۍ، په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو، کونړ کې د دوو کسانو ترمنځ د لفظي شخړې پر مهال د درېیم‌ګړي سیلاني د ډزو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او په همدغه ولایت کې ناپېژاندو وسله‌والو یو ځوان وژلی و.

د تخار امنیې قوماندانۍ ویلي، تېره اونۍ د دغه ولایت په ینګي‌قلعه ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن له لفظې شخړې وروسته پر ډوز وژلې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له تور نوملړه د «طالبانو» د نوم ايستلو په اړه د روسیې هڅې

تېره اونۍ، د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې وغوښتل چې د «طالبانو» نوم د روسیې له تور نوملړه حذف کړي.

د روسيې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ستره محکمه به د روانې زېږدیز میاشتې په ۱۷مه نېټه په دې اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت د متقابل درناوي او اقتصادمحورې تګلارې پر بنسټ له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره چمتو دی.

بېلابېلو سرچینو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي

تېره اونۍ، پاکستانۍ رسنیو ويلي، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلام‌اباد او راولپینډۍ کې یې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو بیا له پاکستانه غوښتي چې د اسلام‌اباد او راولپېنډۍ په ګډون د دغه هېواد له نورو سیمو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

هغوی د افغان کډوالو پر جبري ستنولو اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار يې کړی چې پاکستان بايد د افغانانو د کوربه په توګه خپل پخواني رول ته دوام ورکړي.

له دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي.

دغه راز، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو له اجباري ایستلو ډډه وکړي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان او ازبکستان اړیکې

تېره اونۍ، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ویلي، د افغانستان په تړاو یې د سیاستونو ډېری مخالفین اوس د دغو سیاستونو پر سموالي پوهېدلي او د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ازبکستان له رغنده همکارۍ پرته ناشونی دی.

هغه زیاته کړې: «موږ هيڅکله خپل ګاونډی نه دی منزوي کړی او نه مو ورته شا کړې ده.»

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د کابل او تاشکند ترمنځ اړیکې ښې بللې او زیاته کړې یې ده چې ازبکستان په افغانستان کې له شته واقعیتونو ښه درک لري.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سيفډمحمد الکتبي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې بللې او دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.