<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله له نیپال سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سبا کوي.</p>
<p style="text-align: justify;">یاده سیالي په نیپال کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت به د سهار په اته بجو او ۱۵ دقیقو پیل شي.</p>
<p style="text-align: justify;">افغان لوبډلې وړمه ورځ په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.</p>
<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله به له نیپال سره خپله درېیمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.</p>