کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د ترکيې د بشري مرستو بنسټ استازو کابل ته د سفر پر مهال، په ځینو نورو برخو کې د مرستو تر څنګ، افغانستان کې د یتیمانو لپاره د یو کمپلېکس جوړولو ژمنه کړې ده.
ارګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ترکيې د بشري مرستو بنسټ(IHH) له استازو سره کتلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د یاد ترکي بنسټ استازو افغانستان ته د خپل سفر اساسي موخه د يتيمانو لپاره د يو کمپلېکس جوړول بللې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
هغوی ویلي چې د ښوونې او روزنې، کرنې او تحصيلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاريو ته چمتو دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP